د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ زلزله له امله ۲۰۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
تصویر خبر

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL-WFP، UNICEF او د ماشومانو د ملاتړ سازمانونو او موسسو په همکارۍ، ۲۰۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو او نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې یې کورونه ویجاړ شوي وو، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د خپلې اړتیا له مخې مرستې ترلاسه کړې، په دې توګه چې د SFL-WFP له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱ کیلو مالګه، ۲ کیلو بسکېټ، ۱۰ لیټره غوړي او ۱۲.۵ کیلو دال او شېدې خوره ماشومانو او امېندواره مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سریال، د ماشومانو د ملاتړ موسسې هرې کورنۍ ته د ژمنۍ البسې یوه بسته، ۵ تختې کمپلې او یوه روغتیایي بسته، همدارنګه، د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ۲۵ قلمه اړین توکي لرونکې یوه فامیلي بسته ترلاسه کړه.
د سیمې اوسېدونکو د مرستو د دې وېش هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادو سازمانونو څخه قدرداني وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۲۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱,۴۰۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WHH، UNICEF، WFP، IOM او د ASIO سازمانونو ملاتړ، د یاد ولایت په حضرت سلطان، خُلم، فیروز نخچیر ولسوالیو او په مرکز کې د وروستۍ زلزلې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ زلزله له امله ۲۰۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL-WFP، UNICEF او د ماشومانو د ملاتړ سازمانونو او موسسو په همکارۍ، ۲۰۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۵۹ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .