د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فیض آباد کې د پامیر بېځایه شویو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۰:۳۸
تصویر خبر

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د واخان ولسوالۍ د پامیر زیانمنو او بېځایه شویو ۱۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دغه کورنۍ چې ۳۵ کسان پکښې شامل دي، د سختې یخنۍ او پرله‌پسې بارانونو له امله له جدي اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ وې او فیض‌آباد ښار ته بېځایه شوې دي. هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې، ۳ تختې روجایي، ۷ عدد بالشتونه، د ماشومانو ۱ بسته جامې، د ماشومانو ۱ بسته کېټ، ۱ عدد ښځینه جاکټ, ۱ عدد نارینه جاکټ، د ماشومانو ۲ جوړه بوټونه، ۳ جوړې جرابې، ۱ تخته ځانپاک، ۱ درجن پیالې او۱عدد بنیان ووېشل شول.

۱۴۴۶/۷/۵ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۱
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ١١٦ مستحقو کورنیو ته د خوراکی او غیری خوارکي توکو مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ١١٦ مستحقو کورنیو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو پر وخت ترسره کولو او د اسانتیا په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، دې ادارې په ښه توګه د کاري چارو پرمخ وړلو او د دندو د پر وخت ترسره کولو په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .