په ۱۱ ولایتونو کې د څه باندې ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د خطر کمولو ۴۲ پروژې پلې شوې دي
چهارشنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۱مه
کابل، افغانستان: پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت، د طبیعي پېښو پر وړاندې د خطرونو او زیانمننو په کمولو کې د همغږه کونکي، پالېسي جوړونکي او څارونکي وزارت په توګه د طبیعي پېښو د زیامنو عاجلو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې مهم رول لوبوي. د طبیعي پېښو پر مهال او تر هغه وروسته د بېړنیو مرستو د برابرولو لپاره اجرایي فعالیتونه عمدتاً محدودېږي.
پېښتو ته د رسېدو په چارو د دولت وزیر، نجیب آقا فهیم، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت د ځواب ویلو په پروګرام کې خبرې کولې زیاته کړه: په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پېښو د خطرونو د مخنیوي او وقایې لپاره اساسي فعالیتونه لکه په افغانستان کې د پېښو د خطرونو د اطلس برابرول، په اوونیزه توګه د هوا د حالاتو وړاندوینه او په اړه یې ولایتونو ته د خبر ورکول، د سېلابونو پر وړاندې د خطرونو د کمولو په موخه د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي کمېسیونونو د فعالیتونو د لارښود تدوین، په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۳۱.۶۹۷.۸۱۲میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د خطر کمولو د ۴۲ پروژو پلي کول، د پېښو پر وړاندې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د زیانمننې ارزونه او د آی او اېم موسسې په مرسته د څه باندې ۱۷ کیلو متر مکعب ګبیوني کانکرېټي استنادي دېوالونو جوړول تر سره شوي دي.
هغه د اورلګېدنې خطرونو د کمولو په موخه په کابل ښار کې د تېلو د ۲۵۲ ټانکونو او ۲۶۰۰ سوداګریزو مرکزونو سروې، له اورلګېدنې څخه د مخنیوي په موخه د احتیاطي تدابیرو د دستورالعمل چمتو کېدل او د تېلو پر سروې شویو ټانکونو او سوداګریزو مرکزونو د هغه وېشل، په کابل ښار کې د تېلو په ټانکونو او سوداګریزو مرکزونو کې د اورلګېدنې د مخنیوي طرحې برابرول او د هغې د عملیاتي پلان تدوین او د اطفایې او کورنیو چارو وزارت د پېښو ادارو لخوا د اورلګېدنې د ۳۵۷ پېښو مړه کول، یاد کړل.
په ۱۳۹۸ کال کې پېښو ته د ځواب ویلو په موخه ډېر فعالیتونه ترسره شوي چې له دې جملې په ۹۷- ۹۸ کال کې موسمي سېلابونو ته د ځواب ویلو پلان تدوین او اجرا، د طبیعي پېښو د ۳۸۳ شهیدانو له وارثانو او ۱۸۷ ټپیانو سره نغدي مرسته، د اوسېدنې له ۱۰۰۵۰ کلي او ۲۵۳۰ قسمي تخریب شویو کورونو سره نغدي مرسته، ۵۵۲۱۷ زیانمنو کورنیو ته د غذایی او غیر غذایي توکو وېش، د جګړو له امله ۴۷۹۸۰ بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته، ولایتونو ته د ۳۴۳۶۱ ټنه غنمو لېږد او مستحقو کسانو ته د هغو وېشل او د دفاع وزارت په مرسته وردوج، یمګان، جوند، پسابند او چارسدې ولسوالیو ته د ځمکې او هوا له لارې د ۲۵۴۴ ټنه غذایي توکو لېږد او اړمنو خلکو ته د هغو وېشل یادولی شو.
د ماینونو د پاکونې، عامه پوهاوی او د ماینونو له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې د ۱۲۴ پروژو طرحه، د ۱۳ ولایتونو د ۲۶ ولسوالیو د ۴۸ کلیو د خلکو په ورځني ژوند کې د ماین پاکۍ د مثبتو اغېزو ارزونه، د سویس په ژنو ښار کې د تمویلوونکو او ماین پاکۍ موسسو د ورکشاپ جوړول او مدیریت او د تمویلوونکو د ملاتړ جلبولو په موخه د پروګرامونو تشریح، له ماینونو اوناچاودو توکو څخه د ۱۲۱ کیلومتر مربع ځمکې پاکول، د ماین پاکولو همغږۍ او انسجام په برخه کې د دغه وزارت فعالیتونه دي.
د خطرونو د کمولو او د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته عاجلو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه د دولتي بنسټونو او نړیوالو مرسته کوونکو موسسو د فعالیتونو انسجام او همغږي؛ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د همغږیو په پایله کې د هېواد په کچه څه باندې یو میلیون کورنۍ د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې نیول شوي دی چې په یادو مرستو کې غذایي او غیر غذایي توکي، لندمهالې سرپناوې، روغتیایي خدمتونه او نغدې پیسې شاملې دي.


