په کابل کې د چین سفارت او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د مرستو سپارلو سند لاسلیک شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۲۰:۲۲
News

سه شنبه، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱، ۶ ذی الحجه ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
په کابل کې د چین سفارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت سره، د ۸ میلیون ډالرو په ارزښت، د وريژو مرستې د سپارلو سند لاسلیک کړ.
یاد سند، پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت د مالي او اداري مرستیال او سرپرست، غلام غوث ناصري او په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو ترمنځ، د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال لاسلیک شو.
ښاغلي ناصري د چین هېواد له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه وې ویل، د چین هېواد لخوا د ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، ۶۳۷۰ ټنه مرسته شوې وریژې افغانستان ته رارسېدلي چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته استول شوي او د وېش لړۍ یې دوام لري. نوموړي زیاته کړه، په دې وروستیو کې دغه هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره هم د 50 میلیون ین په ارزښت د خوراکي او غیر خوارکي توکو مرسته هم کړې ده.
دغه راز په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو په دې خبري کنفرانس کې وویل: چین د افغانستان د یوه ښه ګاونډي او ورور په توګه د افغانستان ستونزو ته ځانګړې توجه کړې او هڅه یې کړې چې د ستونزو هوارولو برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
ښاغلي وانګ، څرګنده کړه، د تېر کال په اګست کې په افغانستان کې تر بدلونونو وروسته، چین له دغه هېواد سره د ۲۵۰ میلیونه ین په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکه عاجله بشردوستانه مرسته اعلان او د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو ته یې وسپارله. 
NewsNews

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۴:۱۲
Background image

ننګرهار ولایت کې ۹۱ زیانمن شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د زمري ۲۰مه-۱۴۰۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او ډاکار موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۹۱ کورنیو ته چې د وروستیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو په پنجشیر ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

پنجشیر- د زمري ۲۰مه-۱۴۰۱
د پنجشیر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ۳۵۰ زیانمنو، مستحقو او د شهیدانو ورثه کورنیو ته له سروې وروسته یوه بورۍ وریجې ووېشلې. 
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۳:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې ۳۰ زیانمن شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشل شوی

کندهار- د زمري ۲۰مه-۱۴۰۱
د SCI, IOM او DACAR موسسو د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ۳۰. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

خبرداری ! 

په لاندې ولایتونو کې د تیز باد او دوړو پیښیدو اټکل:
په قندوز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، ، فراه ، نیمروز،هلمند،قندهار، سمنگان، سرپل، جوزجان،غور، دایکندی، اروزکان، غزنی، پکتیا،پکتی . . .