په کابل کې د چین سفارت او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د مرستو سپارلو سند لاسلیک شو

سه شنبه، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱، ۶ ذی الحجه ۱۴۴۳
کابل، د رسنیو مرکز:
په کابل کې د چین سفارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت سره، د ۸ میلیون ډالرو په ارزښت، د وريژو مرستې د سپارلو سند لاسلیک کړ.
یاد سند، پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت د مالي او اداري مرستیال او سرپرست، غلام غوث ناصري او په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو ترمنځ، د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال لاسلیک شو.
ښاغلي ناصري د چین هېواد له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه وې ویل، د چین هېواد لخوا د ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، ۶۳۷۰ ټنه مرسته شوې وریژې افغانستان ته رارسېدلي چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته استول شوي او د وېش لړۍ یې دوام لري. نوموړي زیاته کړه، په دې وروستیو کې دغه هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره هم د 50 میلیون ین په ارزښت د خوراکي او غیر خوارکي توکو مرسته هم کړې ده.
دغه راز په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو په دې خبري کنفرانس کې وویل: چین د افغانستان د یوه ښه ګاونډي او ورور په توګه د افغانستان ستونزو ته ځانګړې توجه کړې او هڅه یې کړې چې د ستونزو هوارولو برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
ښاغلي وانګ، څرګنده کړه، د تېر کال په اګست کې په افغانستان کې تر بدلونونو وروسته، چین له دغه هېواد سره د ۲۵۰ میلیونه ین په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکه عاجله بشردوستانه مرسته اعلان او د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو ته یې وسپارله.