په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وري ۱۴مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UN-Habitat موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند ۲۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، له سروې وروسته د کورونو ترمیم په موخه د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۵۰ امریکایي ډالر په پام کې نیول شوي وو، د یادونې وړ ده چې یاد شمېر کورنیو ته په لومړي قسط کې ۳۰۰ امریکایي ډالر وېشل شوي وو.