په بدخشان ولایت کې د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډافا موسسې د ماینپاکۍ ټیم په همکارۍ، په فیضآباد ښار کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
د دې پروګرام موخه د ماینونو د خطرونو، د پېښو د مخنیوي لارو چارو په اړه د ښاریانو د پوهاوي لوړول و.
د پروګرام مسؤلینو له خلکو وغوښتل، که چېرې ماین یا کوم شکمن شی وویني، له هغه څخه دې لرې پاتې شي، لاس دې نه وروړي او د موضوع په اړه دې ژر تر ژره د ماینپاکۍ ټیمونو یا اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.
ګډونوالو د دغه ډول عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول د ماینونو د خطرونو په کمولو، د پېښو په مخنیوي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د ژوند په خوندي کولو کې اغېزمن وبلل.
