له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن سه شنبه سهار، په کابل کې د بیلابیلو پېښو له امله د ۵۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم ملا جانان سایق، د بېړنیو عملیاتو رئیس محترم قاري خوشحال زماني او د رسنیو په شتون کې پیل کړه.
محترم ترابي صاحب د دې پروسې د پرانیستلو پر مهال د مرستو په وېش کې د شفافیت د شتون یادونه وکړه او ویې ویل چې زموږ ټیمونو د سروې او د زیانمنو او مستحقو کورنیو له ثبت وروسته، نن په کابل کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستې زمینه برابره کړې ده.
د ادارې سرپرست همدارنګه څرګنده کړه چې دا لړۍ په تېرو ورځو کې هم پلي شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به هم دوام وکړي. نوموړي وویل چې نن هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه او یوه بورۍ وریجې وېشل کېږي او دا مرستې له بیلابیلو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان ، قزقستان،  چین او نورو هیوادنو څخه دې ادارې ته بلا عوضه ورکړل شوې دي.
په همدې حال کې، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه وکړه او د راتلونکي ژمي ته په کتو یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .