له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې ددې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې د تیر ورځو په څیر بیا هم د ۱۷ کاري کمېټو څخه راپور واخیستی.

نن ورځ سې شنبه د سهار په ۵:۳۰ بجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې ددې ادارې لخوا د اجبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د یاد کمپ له ۱۷ کاري کمېټو سره غونډه وکړه او د هغوی دتیري ورځي کاري راپورونه واورېدل.
ترابي صاحب د هرې کمیټې له مسؤل څخه هغوی ته د سپارل شوو دندو په اړه پوښتنې وکړې، او په جلا جلا توګه یې د هغوی راپورونه واورېدل او زیاته یې کړه چې زه هڅه کوم چي په کمپ کي ټولي اسانتیاوي برابري کړم.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره