له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل د ده سبز ولسوالۍ د پرون ورځې سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۲۲:۴۱
news image

نن ماسپښین د دوشنبې په ورځ، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ له د پرون دسیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د ادارې سرپرست د سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو د زیانمنو سیمو وضعیت له نږدې وڅېړې او د سیمې له اوسېدونکو سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د خلکو ستونزو، ننګونو، غوښتنو او وړاندیزونو ته په دقت غوږ ونیوه او ټینګار یې وکړ چې د زیانمنو شویو کسانو وضعیت ته رسیدګي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لومړیتوبونو څخه دی.
محترم ترابي صاحب د هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه چې په دې طبیعي پېښه کې زیانمنې شوې دي او ډاډ یې ورکړ چې ژر به د اړوندو ادارو او همکارو موسسو په همغږۍ سره، بیړنۍ مرستې زیانمنو کسانو ته ووېشل شي. 
نوموړي همدارنګه د ادارې تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې د سروې بهیر د ځواب ویلو سره یوځای چټک کړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره له ټولو دولتي ادارو، خیریه موسسو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د ده سبز ولسوالۍ د زیانمنو شویو کسانو بیړنیو اړتیاوو ته د رسیدګي په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.

نیټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې  ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او  ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .