د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
news image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو، همدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه ۴۰ کورنیو ته چې ډېرې زیانمنې شوې وې په پورتنیو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته یو باب خېمه او یوه پایه چپرکټ هم ووېشل شو. 

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړی، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته به د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .