له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او MCPA موسسې ترمنځ د ١٥٩,٣٥٥ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۲۱:۲۳
news image

نن ورځ پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د (MCPA) ماین پاکۍ د پلان جوړونې موسسې د پروګرامونو له مرستیال، محمد اکرم امیري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب ښاغلي امیري ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د دې ادارې د کارونو یوه مهمه برخه د ماین پاکۍ د چارو همغږي ده او خوښ یم، چې نن ورځ په همدې برخه کې تفاهم نامه لاسلیک کوم. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته به له یادې موسسې سره د همکارۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړي.
په همدې حال کې، د ماین پاکۍ د پلان جوړونې موسسې د پروګرامونو مرستیال، محمد اکرم امیري له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د موسسو لپاره له شته آسانتیاوو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل، چې د دغه ادارې د سرپرست په همکارۍ موږ وکولای شول چې د دغې پروژې اداري چارې د تفاهم نامې د لاسلیک کولو تر پړاوه ورسوو.
په وروستیو کې، دواړو لوریو ترمنځ د ١٥٩,٣٥٥ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لیک لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده موسسه ۳,٦۰۰,٠٠٠ متره مربع ځمکه، چې پخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام په شامتي کلي کې د ناټو د ځواکونو د روزنیز مرکز په توګه کارول کېده، د ناچاوده توکو له پاتې شونو څخه پاکه کړي.

نېټه: ١٤٤٦/١١/۱۷ ـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .