له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۷:۳۵
news image

نن سهار سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې تر منځ د ګډو همکاریو د پراختیا او ارزونې په موخه د دواړو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په ګډون تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس، قاري نورالدین رستم‌خېل، د پلان او پالیسۍ رییس، ملا محمد جاوید عباس، برهان‌الدین خان، د نړیوالو اړیکو ریاست سرپرست، د بېړنیو حالاتو د برخې رییس، سید احمد سهیم، د اړیکو او حقوقي سلاکار، عصمت‌الله عصمتي، د بېړنیو حالاتو د پلان او ځواب وینې مسؤل، محمد نظر جویا، د هستوګنې د پروګرامونو آمر، نورالدین اکبري، د اړیکو آمر، قاري شکرالله مدني او د ادارې یو شمېر نورو آمرینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، برهان‌الدین خان د آقا خان د دفتر له همکاریو څخه مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه ژمنتیا څرګنده کړه چې له هغو مؤسسو سره چې غواړي د پېښو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي، هغوی ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې، په بدخشان او تخار ولایتونو کې د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې د بېړنیو حالاتو د برخې رییس سید احمد سهیم وویل چې یاده موسسه له ۱۹۹۵م کال راهیسې په افغانستان کې مهم ټولنیز، کلتوري او پراختیایي خدمتونه وړاندې کړي دي. هغه همدارنګه د هستوګنې او د پېښو د مدیریت په برخه کې د تېر وخت همکاریو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ستراتیژیک پلان سره سم په وقایوي پروګرامونو، بیړنۍ رسېدنې او د زیانمنو خلکو بیا هستوګنې په برخو کې دا همکارۍ باید دوام وکړي.
په همدې حال کې، عصمت‌الله عصمتي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه څخه د همکارۍ او همغږۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د هستوګنې لپاره د آقا خان موسسې اصلي موخه په افغانستان کې د خلکو د ژوند کیفیت لوړول ده.
ورته مهال، د دواړو ادارو استازو د وقایوي پروژو، د عامه پوهاوي پروګرامونو، بیړنیو حالاتو ته د رسیدنې او د بیا هستوګنې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداراز، د هستوګنې لپاره د آقا خان موسسې له لوري دوه پریزنټیشنونه وړاندې شول چې یو یې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او د زیانمنو ټولنو د خوندیتوب په موضوع او بل یې د ۲۰۲۵ کال د پلان جوړونې او بیا رغونې په اړه وو.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، د پروګرامونو په پلي کولو کې د همغږۍ د زیاتوالي او د طبیعي پېښو او کاري ساحو په برخه کې د اغېزمنو معلوماتو پر تبادلې ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یادې موسسې په ملاتړ او له شته امکاناتو په ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز اړوند د سیند د بیستر د پاکولو چارې پیل کړې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د تېرو سیلابونو له امله له خاورو او ډبرو څخه د ډک شوي سیند د بستر د پاکولو چارې پیل کړې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .