د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۷ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۱۰۷ کورنیو ته چې کورونه یې د یاد ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د وروستیو جګړو له امله ویجاړ شوي وو او له خپلو کورونو بېځایه شوې وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ باب خیمه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
