د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ښار کې د وروستیو ورښتونو له امله ۷۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور لکه او څلوېښت زره او اته سوه ( ۴۴۰،۸۰۰ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې .
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه دوی ته د پروخت رسېدنې او مرستو وېشلو له امله خوښي سرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
