د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فرزه ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو، د سړک د نښلولو او د خاورینو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۰
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت په فرزه ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو، د سړک د نښلولو او د خاورینو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې.

د دغې پروژې د پرانیستې مراسم د کابل ولایت مقام د استازو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د فرزې ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو، مخورو، سپین‌ږیرو او د سیمې د ځوانانو په شتون کې ترسره شول. دا پروژه د فرزې ولسوالۍ په کپکان، زرګرانو او بوستان کلیو کې پلې کېږي، چې موخه یې د اوبو د سرچینو پیاوړي کول، د طبیعي پېښو د خطرونو کمول او اوبو او مواصلاتي لارو ته د خلکو د لاسرسي ښه کول دي.

د دې پروګرام له مخې، په کپکان کلي کې به یو کاریز د ۴۰ مترو په اوږدوالي پاک شي، د ۴۰ مترو په اوږدوالي یو سړک به ونښلول شي او د سیمې په شاوخوا غونډیو کې به کوچني خاورین چکډېمونه جوړ شي. همدارنګه په زرګرانو کلي کې به یو کاریز د ۸۰ مترو په اوږدوالي او په بوستان کلي کې به دوه کاریزونه د ۶۰۰ او ۱۰۰ مترو په اوږدوالي له رسوباتو، شګو او خاورو څخه پاک شي.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سلګونو کورنیو د څښاک اوبو اړتیاوې پوره شي او د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او بڼونو د خړوبولو زمینه به برابره شي. همدارنګه، په دې پروژه کې بوختو کارګرانو ته به د کار له بشپړېدو وروسته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .