د پېښو چارو د انسجام معین په کاپیسا کې د هغو ۱۲ ډبرو د ویجاړولو له بهیر څخه چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود څارنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو له رئیس, محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم او یو تخنیکي او مسلکي ټیم سره یوځای کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د ولایت د مرکز اړوند د الیاس‌خېل په کلي کې یې د هغو ۱۲ ډبرو او د دوو خاورینو غونډیو د بدنې د ویجاړولو له بهیر څخه, چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود, څارنه وکړه.

د دغو ډبرو د ویجاړولو چارې د خیر په دعا سره پیل شوې او د پېښو چارو د انسجام معین د کار په جریان کې پر دقت، چټکتیا او لازم احتیاط ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

همداراز، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس, د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دغو ډبرو ترڅنګ به د غرونو هغه برخې او نورې ډبرې چې د ځایي خلکو ژوند ګواښي، تر ارزونې وروسته په خوندي ډول ویجاړې شي.

په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد، وویل چې په دې کلي کې له ۷۰۰ کورنیو څخه شاوخوا ۸۰ تر ۹۰ کورونه د دغو ډبرو تر ګواښ لاندې وو، چې اوس د هغوی د خوندي کولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د یادونې وړ ده چې دا ۱۲ ډبرې په ټولیز ډول د ۱۳۰ متر مکعب حجم لري او د دوو خاورینو غونډیو بدنه په ټولیز ډول ۱۴۶ متر مکعب حجم لري چې د یو لک (۱۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت قرارداد شوې دي. همداراز، ۶ نورې ډبرې او یوه خاورینه غونډۍ چې ټولیز حجم یې ۴۵۹.۸۲ متر مکعب دی، تازه سروې شوې دي او د یو لک او نه دېرش زره (۱۳۹,۳۲۵) افغانیو په لګښت قرارداد شوې دي، چې کار به یې له نن ورځ ۱۴۴۷/۱۱/۱۱ نېټې څخه وروسته په یوه میاشت کې بشپړ شي.

په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو دغه اقدام وستایه او له پېښو سره د مبارزې آماړګۍ ادارې څخه یې مننه وکړه او د اسلامي امارت د مسوولینو لپاره یې د خیر دعاوې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې  ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او  ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .