د پېښو د مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو او همکارو موسسو سره د احتمالي پېښو ته د رسېدو لپاره د همغږي غونډه ترسه شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۳:۲۳
News Photo

کابل- د تلې ۱۱مه-۱۴۰۱
دغه غونډه د الحاج مولوي شمس الدین حقیار د دغه وزارت نړیوالو اړیکو د رییس په مشرۍ، د الحاج ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس، د الحاج مولوي عبدالرحمن آخندزاده د دفتر رییس، الحاج مولوي عبدالخالق عابد د دعوت او ارشاد رییس، شفیع الله رحیمی د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ملګرو ملتونو دفترونو او نورو موسسو او انجوګانو د استازو په ګډون چې د پېښو مدیریت په برخه کې فعالیت کوي د مرستو د ښه مدیریت، د هېواد په کچه د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو پروګرامونو د پلي کېدو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو سره همغږي د بیا پیلولو لپاره ترسره شوه.
الحاج مولوي شمس الدین حقیار د نړیوالو اړیکو رییس ووېل: ورستیو پېښو لکه زلزلې او سیلابونو درانه اقتصادي، ځاني او مالي زیانونو اړولي دي. نو ځکه د اړتیاوو وړاندوینه بنسټیز لومړیتوب دی. نوموړي همدارنګه د دغه وزارت او د همکارو موسسو ترمنځ د پېښو مدیریت په برخه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د اجنډا پر بنسټ هاشمپور د IOM دفتر استازی او محمد رافع بدخش د موسسو د فعالیتونو د همغږي مدیر، د کاري ګروپ د جوړولو، د موسسو د فعالیتونو او کړنو د راپور شریکولو څرنګوالي او د همغږۍ د غونډو بیا پیلولو په هکله پریزینټیشن وړاندې کړ.
وروسته د ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو موسسو استازو د خپلو یو کلني فعالیتونو په اړه په خبرې وکړې او د دغه وزارت سره پر دوامداره همکاري او همغږي باندې یې ژمنه او تینګار وکړ.
په پاۍ کې پریکړه وشوه ترڅو یو ګډ کاري ګروپ او د وزارت د مشرتابه او موسسو ترمنځ په نږدې راتلونکي کې د همغږي او فعالیتونو باندې ټینګار وشو.
تصویر خبرتصویر خبر



 

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې

بغلان- د لیندۍ ۲مه- ۱۴۰۱
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۲ زیانمن شویو کورنیو ته چې په یاده ولسوالۍ کې د ډبرو سکاره د کان نړېدو له امله ورته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۳۷
Background image

۶۰۰ بېوزله کورنیو په زابل ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

زابل- د لیندۍ ۱-۱۴۰۱
د NRC موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په نوبهار، شینکي او سیوري ولسوالیو کې ۶۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۹:۵۷
Background image

برای ۲۰۵ خانواده متضرر در ولایت بادغیس مواد غذایی توزیع شد

بادغیس - ۱ قوس ۱۴۰۱
ریاست مبارزه با حوادث ولایت بادغیس برای ۲۰۵ خانواده که از اثر بروز خشکسالی در ولسوالی آبکمری این ولایت متضرر شده بودند، بعد از سروی مواد غذایی توزیع کرد.
این مواد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

خبرداری ! 

په لاندې ولایتونو کې د تیز باد او دوړو پیښیدو اټکل:
په قندوز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، ، فراه ، نیمروز،هلمند،قندهار، سمنگان، سرپل، جوزجان،غور، دایکندی، اروزکان، غزنی، پکتیا،پکتی . . .