د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۴۳ مستحقو کورنیو ته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۳۱
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د RHWO, UNICEF او د IOM سازمانونو په مالي ملاتړ, د دې ولایت اړوند 43 مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې, د UNICEF سازمان له لوري یو عدد هایجن کېټ, یو فامیلي کېټ, د ژمنۍ البسې یو کېټ, د RHWO موسسې له لوري چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) دی هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 2 کیلو مالګه, 18.2 کیلو غوړي, 25 کیلو دال, 1.5 کیلو د ماشومانو لپاره مغذي مواد او د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته 8,500 افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې. چې د نغدو پیسو اندازه ټولټال درې سوه او پنځه شپېته زره او پنځه سوه (365,500) افغانۍ کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۷ هـ ق

له پېښوسره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ اجباري راستنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کډوالو ته د رسېدنې کمېټې سره په همغږۍ، د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړوند له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجبارې توګه راستنو شویو او مستحقو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۴۳ مستحقو کورنیو ته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د RHWO, UNICEF او د IOM سازمانونو په مالي ملاتړ, د دې ولایت اړوند 43 مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې, خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۳۱
Background image

په کنړ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام ترسره شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې د دې ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .