د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې د مسئولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته په دریم قسط کي ۲۹۰۰ افغانی ووېشل شوی، چې په تولیز دول دوه میلیونه او شپږ لکه او لس زره (۲٬۶۱۰٫۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو ترلاسه کولو په پار خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ASIO موسسې څخه اړمنو کورنیو ته د رسېدنې په پار مننه او قدرداني وکړه.
