د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ اجباري را ایستل شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه ۱۰۰ را ایستل شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ټولو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۳ کیلو ګرامه خرما، ۵ لیټره غوړي، ۱ کیلو ګرام شین چای ۵ کیلو ګرامه بوره، او ۵ کیلو ګرامه لوبیا ووېشل شوه.
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې خپلې هڅې به اړمنو کورنیو ته د مرستو د برابرولو او رسولو برخه کې دوامداره وساتي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
