د ماین پاکي د انسجام او همغږۍ ریاست په لوګر ولایت کې د جګړې د سیمو پاکولو له روزنیز کورس څخه لیدنه وکړه

د ماین پاکي د همغږۍ او انسجام ریاست د لوګر په ولایت کې د مس عینک ساحې د جګړې د سیمو د بیا پاکولو روزنیز کورس څخه لیدنه وکړه. دا کورس چې د دافا د ماین پاکولو موسسې لخوا ترسره شوی و، د ماین پاکونکو د مهارتونو د لوړو او د نړیوالو معیارونو پراساس د جګړې د سیمو د پاکولو او د امنیت د ټینګښت لپاره جوړ شوی و.
د دې لیدنې په ترڅ کې د ماین پاکولو د همغږۍ او انسجام ریاست ټیم ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مشورې وړاندې کړې او د کار د ترسره کولو د بهیر په ښه والي یې ټینګار وکړ. همدارنګه، د دې لیدنې په پای کې د ماین پاکولو په عملیاتو کې د نړیوالو معیارونو د رعایت او مهارتونو د لوړولو پر اهمیت ځانګړې ټینګار وشو.
د لیدنې ټیم د اړوندو لارښوونو سره سره د ځانګړو روزنو اهمیت په ډاګه کړ او د ماین پاکونکو د خونديتوب او د فعالیتونو په ښه کولو کې د دغه روزنیز پروګرام د رول پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۵
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره