له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې له پنډغالي ليدنه وکړه او د کارونو پر چټکتيا یې ټينګار وکړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۹:۱۴
news image

نن ورځ يکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدين ترابي، په تورخم کې د یادې ادارې د پنډغالي د جوړېدو لپاره د ټاکل شويو کمېټو د کاري بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال، ترابي صاحب د بېلابېلو برخو له مسؤلينو او کارکوونکو سره جلا جلا خبرې وکړې، د کارونو د پرمختګ او کيفيت په اړه يې معلومات تر لاسه کړل او د هغوی وړانديزونه او ستونزې يې واورېدې.
همداراز، نوموړي جلا جلا د خيمو د لګولو، د سړک د جغل اچولو، د تشنابونو او حمامونو د جوړولو او د نورو اړوندو برخو کتنه وکړه، فعاليتونه يې په کره ډول وڅېړل او د کارونو پر چټکتيا ټينګار يې وکړ.
د ادارې سرپرست، د دې څارنې پر مهال د کارکوونکو د هڅولو ترڅنګ، پر شفافيت او د چارو پر چټکتیا ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ټول اړين امکانات، لکه درمل او نور روغتیایي تجهيزات، بايد د دې ادارې په روغتون کې چې د MDC مؤسسې په همکارۍ جوړ شوی دی، برابر شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .