د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مقام له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د کمېټې په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه ۳۵ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره