د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته د کور جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداې او د ډارټ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې،  د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي وو، د خونو جوړولو او ترمیم لپاره د درېیم پړاو نغدې مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۶ کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۷۲۰ افغانۍ، ۳۲ کورنیو هرې یو ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۵۴۰ افغانۍ، ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د یوې خونې سرپناه جوړولو لپاره ۲۶,۵۰۰ افغانۍ او ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو د سرپناه جوړولو لپاره ۳۵,۰۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او اته شپېته زره او څلور سوه اتیا (۲,۱۶۸,۴۸۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په میرخان خیل کلي کې د پلي تګ پل د جوړولو د کار له لړۍ څخه څارنه وشوه 

د پروژې د کمیت او کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د څارنې پلاوي د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، محترم مولوي عبدالعلیم افضلي په مشرۍ، د یاد ولایت د سیاه‌ګرد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ DAFA مؤسسې ترمنځ د دوه سوه زره (۲۰۰،۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ DAFA مؤسسې د عملیاتي چارو له آمر محترم بسمل الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۸۵ کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .