د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته د کور جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداې او د ډارټ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۱۰۶ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي وو، د خونو جوړولو او ترمیم لپاره د درېیم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۶ کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۷۲۰ افغانۍ، ۳۲ کورنیو هرې یو ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۵۴۰ افغانۍ، ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د یوې خونې سرپناه جوړولو لپاره ۲۶,۵۰۰ افغانۍ او ۲۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو د سرپناه جوړولو لپاره ۳۵,۰۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او اته شپېته زره او څلور سوه اتیا (۲,۱۶۸,۴۸۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
