د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د سربند او محافظوي دیوال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، د یاد ولایت د وانت ولسوالۍ په شنیګل کلي کې د سربند او محافظوي دیوال جوړېدو د پروژې له روانو چارو څخه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ډاکار موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ پلي کېږي، لیدنه او څارنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولینو د څارنې پر مهال چې د ډاکار موسسې پلاوي هم شتون درلود، وویل، چې د پروژې چارې له پلان او تخنیکي معیارونو سره سم روانې دي او ټاکل شوې ده چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د سربند په جوړېدو سره به لسګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو او خړوبولو زمینه برابره کړي.
د شنیګل کلي اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغو پروژو په بشپړېدو سره د سېلابونو خطرونو په کمولو او د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې مرسته وکړي، هغوی له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ډاکار مؤسسې له همکاریو مننه کړې او د ورته پراختیایي او وقایوي پروژو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
