د فاریاب له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټیډ مؤسسې په ملاتړ، د وروستیو سېلابونو له امله له ۱۳ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې.
په دې بهیر کې، د سیمه ییزو ادارو د استازو په حضور کې هرې کورنۍ ته ۲۰۱۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره