د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۵:۰
news image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټيډ موسسې په مالي ملاتړ، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۸۰ زیانمنو   کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ٢٢،٥٦٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې او په مجموع کې ١،٨٠٤،٨٠٠ ( ١ میلیون ۸۰۴ زره او ۸۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه وکړه او هم یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۵
Background image

د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې

نن ورځ دوشنبه، د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې. 
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرو بارانونو له امله ۳۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۴۲
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰,۲۶۶,۶۰۰ افغانۍ ۹۰۲ کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .