د پېښو چارو د همغږۍ معین د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Wed, Dec 03 2025 3:22 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند, نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، جوزجان ولایت ته ورسېد. 

په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د جوزجان ولایت له والي، محترم الحاج قاري ګل حیدر شفق سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي سراج الدین سراج په شتون کې وکتل. 

دا ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.

هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

وروسته محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ویلو او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د جوزجان خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.

په پای کې، محترم شفق صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ورپسې، یاد پلاوي د جوزجان ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول. 

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Nov 26 2025 3:06 PM
Background image

An MoU worth a total of $190,106 was signed between ANDMA and the Kandahar Refugee Organization

Today, on Wednesday morning,  respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mr. Bashir. . .

Wed, Nov 26 2025 2:45 PM
Background image

ANDMA and the World Vision International Organization signed an MoU Worth a Total of $1,271,000 for Joint Cooperation

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met Mr. Abdul Wahab Arsh, Country Director of. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .