د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په باغران ولسوالۍ کې د چکډیم جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په باغران ولسوالۍ کې د درې میلیون (٣،٠٠٠،٠٠٠) افغانیو په ارزښت د چکډیم جوړولو کار پیل کړ.
د دې پروژې د جوړولو کار به، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، محترم الحاج مولوي جمعه خان مستقیم او د ولایت مقام په همغږۍ پر مخ ځي.
د سيمې اوسېدونکو د ياد چکډیم د جوړېدو د کار له پیل څخه خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړ او ویې وېل چې د چکډیم جوړېدل به زمونږ زیاتې ستونزې هوارې کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره