د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۲ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند ۲۸۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د کورنو جوړولو او د ترميم لپاره د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له یادې جملې ۶۸ کورنیو هرې یوې ته د مسؤلینو په شتون کې د نوي کور د جوړولو لپاره ۳۴,٦۰۰ افغانۍ او ۲۱۴ نورو کورنیو هرې یوې ته د کور د ترميم لپاره ۲۷,۹۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۸,۳۳۴,۱۰۰ (۸ میلیونه ۳۳۴ زره او ۱۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره