له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو لپاره د کړنو د ارزونې لارښود پروګرام ترسره شو

rahyab
Mon, Feb 03 2025 1:34 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د کړنو د ارزونې آمریت له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره په همغږۍ د کاري پلان، ارزونې فورمو او د کاري راپور د لارښود پروګرام، د یادې ادارې د رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو لپاره د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کړ.
دا پروګرام د بیړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رئیس قاري محمد خوشحال زمانی لخوا د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
په پیل کې د دې ادارې د کارکوونکو چارو رییس مولوي محمد عابد نعماني، ګډونوالو ته د دی پروګرام د معرفي او اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي د کاري راپور، کاري پلان او د کارکوونکو د ارزونې ترتیب د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د چارو د اغېزمنتیا او ښه والي لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې  زموږ دنده د خلکو ښه خدمت کول ده، باید هڅه وکړو چې د منظم پلان له مخې، خپل فعالیتونه په ښه توګه خپاره کړو، ځکه چې موږ هر یو په خپله دنده کې مسئولیت لرو، او باید هڅې وکړو ترڅو دا مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو.
ورپسې د ملکي خدمتونو د کړنو، څارنې او ارزونې آمر احمد فواد حقبین، د دی پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دا پروګرام د کاري پلان د جوړولو، ترتیب او د کارکوونکو د کاري راپور د وړاندې کولو د ټولو اړخونو په اړه دی، او له دې فرصته باید ښه ګټه واخیستل شي او د دې ترتیب او پلي کولو ته باید ښه پاملرنه وشي.
په پای کې، د ملکي خدمتونو د کړنو، څارنې او ارزونې کارپوه سمیع الدین صمیم، د کاري پلان د ترتیب او د راپور ورکولو په اړه ګډونوالو ته د پرېزنټېشن وړاندې کړ. 

نېټه: ۴/ ۸/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jun 24 2025 6:37 PM
Background image

A Memorandum of Understanding Worth $600,000 was Signed Between ANDMA and DRC

Today, on Tuesday afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the Danish Refugee Council. . .

Mon, Jun 23 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Visit to Parwan Province after Reviewing the Administrative Affairs in Panjsher Province

Today, on Monday, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, continued his official visits to various provinces to reform the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .