د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اکټیډ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې موسسې سره په همغږۍ ، ٨٠ مستحقو کورنیو ته د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کۍ، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٧٨٩٠ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال دوی ته ٦٣١,٢٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره