د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٠ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکې مرستې و وېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د درمان مؤسسې په مالي ملاتړ، ٢٠٠ زیانمنو کورنیو ته په دغه ولایت کې غیر خوراکي مرستې و وېشل شوي.
دغه مرستې د یو هوکړه لیک له مخې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او درمان مؤسسې ترمنځ د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې امضاء شوی ؤ، هرې کورنۍ ته ٢ تختې کمپلې او د ماشومانو لپاره ٢ لاسی ژمنی جاکټونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو، له درمان مؤسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دې ډول نورو مرستو غوښتنه وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٨
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره