له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ترکمنستان جمهوریت سفیر سره وکتل 

rahyab
Wed, Oct 09 2024 5:40 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهارشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي ، په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د ترکمنستان جمهوریت سفیر محترم خواجه عوضوف سره وکتل او د بشري مرستو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ترکمنستان هیواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته په ښه راغلاست سره وویل: افغانستان او ترکمنستان دوست هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
ترابي صاحب په اقتصادي برخه او بشردوستانه مرستو کې د ترکمنستان له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې ما     
تل  د ترکمنستان هیواد له مرستو او همکاریو څخه یادونه کړې ده.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ترکمنستان هیواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نوموړي همدارنګه په هېواد کې د طبیعي پېښو او بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه یادونه وکړه او د اړتیا له مخې یې د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې د ترکمنستان سفیر محترم خواجه عوضوف، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوستۍ یادونه وکړه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
محترم خواجه عوضوف د خپل هیواد لخوا د پکتیکا او هرات زلزله ځپلو سره د مرستو یادونه هم  وکړه او ویې ویل: موږ ژمن یو چې دغه مرستې پراخې کړو. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې موږ د افغانستان خلکو لپاره له ملګرو هیوادونو څخه د بشردوستانه مرستو د غوښتنې او راجلبولو په موخه د همکار په توګه شتون لرو.
هغه د افغانستان لپاره په تېره یوه میاشت کې د خپلو مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل: ستاسو د غوښتنې له مخې به خپلو مرستو ته دوام ورکړو. 
په پای کې، دواړو خواوو په ټولو برخو، په ځانګړي توګه د پېښو په مدیریت کې د دوه اړخیزه دوستۍ او همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ.

نېټه: ۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Tue, Oct 01 2024 5:39 PM
Background image

Two Memorandums of Understanding were signed today between the National Disaster Management Authority and the Danish Refugee Council. 

These agreements were signed by the National Disaster Management Authority head, Alhaj Mula Noor ud din Turabi, and the Danish Refugee Council's country director, Ms. Daniya Al-Sharif.
. . .

Wed, Oct 26 2022 2:26 PM
Background image

په ننګرهار ولایت کې ۱۹۹ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د لړم ۴مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۱۹۹ زیانمن شویو کورنیو ته د سرپناه د ترمیم لپاره. . .

Tue, Mar 08 2022 9:04 AM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan:
Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by the State Ministry for Disaster Management, scheduled to be held at the IEMIC, this. . .

اطلاعیه هاAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .