له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ترکمنستان جمهوریت سفیر سره وکتل
نن ورځ چهارشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي ، په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د ترکمنستان جمهوریت سفیر محترم خواجه عوضوف سره وکتل او د بشري مرستو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ترکمنستان هیواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته په ښه راغلاست سره وویل: افغانستان او ترکمنستان دوست هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
ترابي صاحب په اقتصادي برخه او بشردوستانه مرستو کې د ترکمنستان له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې ما
تل د ترکمنستان هیواد له مرستو او همکاریو څخه یادونه کړې ده.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ترکمنستان هیواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نوموړي همدارنګه په هېواد کې د طبیعي پېښو او بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه یادونه وکړه او د اړتیا له مخې یې د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې د ترکمنستان سفیر محترم خواجه عوضوف، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوستۍ یادونه وکړه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
محترم خواجه عوضوف د خپل هیواد لخوا د پکتیکا او هرات زلزله ځپلو سره د مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل: موږ ژمن یو چې دغه مرستې پراخې کړو. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې موږ د افغانستان خلکو لپاره له ملګرو هیوادونو څخه د بشردوستانه مرستو د غوښتنې او راجلبولو په موخه د همکار په توګه شتون لرو.
هغه د افغانستان لپاره په تېره یوه میاشت کې د خپلو مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل: ستاسو د غوښتنې له مخې به خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
په پای کې، دواړو خواوو په ټولو برخو، په ځانګړي توګه د پېښو په مدیریت کې د دوه اړخیزه دوستۍ او همکارۍ په پراختیا ټینګار وکړ.
نېټه: ۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره