له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د  بشري حقونو، آزادۍ او بشرپاله مرستو موسسې (IHH) د مرستیال سره وکتل

rahyab
Wed, Oct 09 2024 5:02 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن ورځ چهار شنبه په خپل کاري دفتر کې د IHH موسسې د مرستیال محترم شهاب الدین ثاقب او د یادې موسسې د دفتر مدیر محترم انجنیر سردار ولي شهباز سره د نړیوالو اړیکو رئیس محترم الحاج مولوي حافظ عبدالرحمن رحماني په شتون کې وکتل او خبرې یې وکړې. 
محترم ترابي صاحب وویل چې زما د کار پالیسي دا ده چې موسسو ته اسانتیاوې برابرې کړم او د هغوی کارونه پر وخت سرته ورسوم، او زه له دوی څخه  هم تمه لرم چې خپل کارونه په چټکتیا او روڼتیا ترسره کړي. 
 ورپسې د بشري حقونو او آزادۍ او بشرپاله مرستو موسسې مرستیال وویل چې، د دغه هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به موږ د بغلان ولایت د برکی ولسوالۍ پر ۴۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو باندې د ۲۸۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي مرستې ووېشو. 
 نوموړي زیاته کړه چې   د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، یو کیلو چای او یو کیلو بوره شامل دي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په همغږۍ او همکارۍ به د برکی ولسوالۍ ۴۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ووېشل شي.

نېټه: ۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

news image

Latest news

Tue, Oct 01 2024 5:39 PM
Background image

Two Memorandums of Understanding were signed today between the National Disaster Management Authority and the Danish Refugee Council. 

These agreements were signed by the National Disaster Management Authority head, Alhaj Mula Noor ud din Turabi, and the Danish Refugee Council's country director, Ms. Daniya Al-Sharif.
. . .

Wed, Oct 26 2022 2:26 PM
Background image

په ننګرهار ولایت کې ۱۹۹ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د لړم ۴مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۱۹۹ زیانمن شویو کورنیو ته د سرپناه د ترمیم لپاره. . .

Tue, Mar 08 2022 9:04 AM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan:
Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by the State Ministry for Disaster Management, scheduled to be held at the IEMIC, this. . .

اطلاعیه هاAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .