د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ کې ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د دویم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۶۶۲ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او پنځه سوه او اووه نوي زره او دوه سوه (۱,۵۹۷,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
