د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۸ بوشکه یي ماینونه کشف او خنثی شول

rahyab
Mon, Dec 08 2025 10:47 AM
news

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې QRT-04 تخنیکي ټیم د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په مامکی سیمه کې ۸ عدده بوشکه یي ماینونه کشف او په خوندې توګه خنثی کړل .

د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو د کموالي په موخه د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسي په همکارۍ د ولایت په سطحه ګرځنده تخنیکي ټیمونه موظف کړي، تر څو په پاتی سيمو کې د چاوديدونکو توکو له امله د احتمالي پېښو رامنځته کېدو خطرونو کم کړي.

د یادونې وړ ده، چي د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتنه کوي چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کی، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو په برخه کې یې اړین اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .