د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري په میدان ښار کې د اورلګېدنې له امله د احتمالي خطرونو د کموالي او مخنیوي په موخه عامه پوهاوی تر سره شو
د میدان وردګ ولایت له پيښو سره د مبارزې امادګی ریاست په مشرۍ د دې ولایت په مرکز میدان ښار بازار کې د اورلګېدنې له امله د احتمالي خطرونو د کموالي او مخنیوي په موخه د اورلګیدنې د دایمي کمېټې د غړیو له لوری عامه پوهاوی تر سره شوه.
د دی عامه پوهاوی موخه د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار بازار کې د احتمالي خطرونو د کموالي او مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې هټۍ وال ته وشوې تر څو په راتلونکي کې د اورلګیدنې د پیښو په راکمولو کې مرسته ورکړی.
د اورلګیدنې دایمي کمېټه چې د نوموړې ولایت له بېلابېلو ادارې واحدونو تشکیل شوی او مشرۍ یې له پيښو سره د مبارزې امادګی ریاست د خطرونو د کموالی او مخنیوی مدیریت په غاړه لري چې د ولایت په سطحه به د غیری معیاري پمپ استیشنونو، مارکیټونو، دوکانونو څخه په دوامداره توګه څارنه تر سره کوي.
نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
