د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۶ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په کشم ولسوالۍ کې ۳۶۶ کورنیو ته له سروې وروسته په دوو کتګوریو کې نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې په لومړۍ کتګورۍ کې بې سرپرسته ښځو، د معلولینو او معیوبینو هرې کورنۍ ته ۱۲,۰۷۰ افغانۍ او په دویمه کتګورۍ کې بې سرپرسته ښځو، زیانمنونکو او محرومو کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۰۶۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او اته سوه دوه شپېته زره او اته سوه شپېته (۳,۸۶۲,۸۶۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
