په پکتیکا ولایت کې د پېښو چارو د همغږۍ معین د يو ميليون افغانیو بيړني پروژې له بشپړېدو څخه ليدنه وکړه

rahyab
Sat, Sep 20 2025 2:46 PM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پر بنسټ، د هېواد په کچه د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د عام المنفعه او وقایوي پروژو د پلي کولو په موخه هر ولايت ته يو ميليون افغانۍ ځانګړې شوې دي.
 ۱۸ په همدې لړ کې، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداري يادې پيسې پکتیکا ولایت ته ځانګړې کړې. د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام د هدایت او د سيمه ييزو خلکو د غوښتنې په پام کې نيولو سره، د کيلومتره سړک د ترميم او جغل اچونې پروژه او د نورو ۳۵ کيلومتره لارو د هوارولو چارې بشپړې کړې دي.
دغه پروژه چې ټولټال یې ارزښت يو ميليون افغانۍ دی، د ټولګټو چارو  محترم وزارت  او د خیر کوټ لوا ماشينرۍپه مرسته په پکتیکا ولایت کې د دوو میاشتو مودې په ترڅ کې عملي شوې او اوس یې د سيمې د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د پام وړ آسانتياوې رامنځته کړي دي.
ترميم او بيا رغول شوي سړک  چهاربران، کومل او نعمت‌آباد ولسوالي له مرکز ښرنې سره يو ځای کوي، چې د خلکو د ټولنيزو خدماتو ته د لاسرسي ښه والي، اقتصادي وده، او د طبيعي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې به ارزښتناک رول ولري.
محترم الحاج ملا عبدالولی څارنوال (حاجي وارث)، د پېښو چارو د همغږۍ معین، ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګي رئیس محترم حاجي قاري عبدالهادي، په ګډون، له يادې پروژې څخه ليدنه وکړه. هغه د دې پروژې بشپړول د پېښو له امله د زیان منونکو حالتونو د کمولو او د سيمې د خلکو لپاره د آسانتياوو د برابرولو په برخه کې يو مهم ګام وباله.
همدارنګه، د سيمې خلکو د پېښو د همغږي له معین سره په کتنه کې دعاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهربانۍ او له پيښو سره دمبارزي امادګې ملي ادارې له رهبري څخه مننه وکړه او د دې ولایت په کچه د نورو عام المنفعه پروژو د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۷ هـ ق

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .