په هلمند ولایت کې بوشکه یي ماین کشف او خنثی کړل شو 

rahyab
Tue, Sep 09 2025 4:07 PM
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د MAPA-Hotline-1948  له لارې ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ د اریا ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ۱۱ نمبر ټیم د یاد ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د ده زوری سفلي کلي ته د ماین له منځه وړلو په موخه ولېږدوه. 
د چټک غبرګون ټیم د سیمې تر څېړنې وروسته یو عدد بوشکه یي ماین کشف کړ او د امنیتي او تخنیکي تدابیرو په مراعاتولو سره یې له سیمې څخه انتقال او په خوندي توګه له منځه یووړ.
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د هر ډول چاودېدونکو یا مشکوکو توکو په لیدو سره دې ژر تر ژر له یاد ریاست سره اړیکه ونیسي ترڅو د خلکو د ځاني او مالي زیانونو څخه د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .