په تخار ولایت کې د هاوان مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په قرهتو کلي کې د هاوان ۸۲ میلیمتري دوه فیره مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې.
دا جنګي توکي د سیمې د اوسېدونکو له خوا پېژندل شوي وو او د اومر ماینپاکۍ مؤسسې ته یې راپور ورکړل شوی و. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر مؤسسې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د یادې مؤسسې د انجنیري ټیم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي او د کلفګان ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د استازي په شتون کې، له هستوګنیزې سیمې لرې په خوندي ډول وچاودل شوې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خلکو له همکارۍ مننه کوي چې د جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو په پېژندنه کې یې مرسته کړې ده، او له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کوي چې د دې ډول توکو په لیدلو سره سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، تر څو د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره