په تخار ولایت کې د هاوان مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۵۰
news image

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په قره‌تو کلي کې د هاوان ۸۲ میلی‌متري دوه فیره مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې.
دا جنګي توکي د سیمې د اوسېدونکو له خوا پېژندل شوي وو او د اومر ماین‌پاکۍ مؤسسې ته یې راپور ورکړل شوی و. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر مؤسسې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د یادې مؤسسې د انجنیري ټیم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي او د کلفګان ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د استازي په شتون کې، له هستوګنیزې سیمې لرې په خوندي ډول وچاودل شوې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خلکو له همکارۍ مننه کوي چې د جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو په پېژندنه کې یې مرسته کړې ده، او له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کوي چې د دې ډول توکو په لیدلو سره سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، تر څو د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې تر منځ (۷۱۷۶۵۴)  اوه سوه اولس زره شپږ سوه څلور پنځوس ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو  تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د هریرود سیند پر غاړه د سېلاي لارو د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، چې د دې ادارې ټولو ولایتي ریاستونو ته یې د سېلابي لارو د پاکولو لارښوونه کړې ده، د هرات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

په کندز ولایت کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د تېرې ورځې زلزلې له امله ۲ تنه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .