پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د کابل ولایت د چاپیړیال ساتنې له رئیس سره لیدنه او خبرې وکړی.

rahyab
Sun, Sep 08 2019 12:01 PM
Minister

په دی لیدنه کي محمد کاظم همایون د کابل ولایت د چاپیړیال ساتنې رئیس وویل: د ښارونو پراختیا ، په ځانګړي توګه لوی ښارونه په شاته پاتې مخ په ودې هیوادونو کې د ښار د پرمختګ منفي عوارضو د سختیدو لامل شوی ده چې د چاپیړیال ککړتیا یی له هغو یو مهم ګڼل کی کیږی.
هغه زیاته کړه چې د چاپیړیال ساتنې ریاست په کابل ولایت کې کور په کور د چاپیریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره ، د چاپیریال ساتنې پوهاوي کمپاین په لاره اچولی او پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت څخه د همکاری غوښتنه وکړه
همدا مهال نجیب آقا فهیم پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د کابل ولایت د چاپیړیال ساتنې ریاست له دی نوښت څخه ستاینه وکړه او وویل: د ټولنې هر وګړی د خطرونو په کمولو کې بیڅاري رول لري چي د خلکو پوهاوي په لوړتیا سره کولی شو د پیښو اغیزي او زیانونه را کم کړو.
نجیب آقا فهیم زیاته کړه چې دغه وزارت په پام کې لرې ترڅو د خطرونو زیانونو د کمولو لپاره پیښو خطرونو کمولو نړیوالې ورځ سره په سمون د پیښو مدیریت لومړنی کنفرانس ترسره کړي چې په هغه کې د افغانستان اسلامې جمهوریت جمهور رئیس لخوا لاسلیک شوی د پیښو مدیریت پلیټ فارم او طبیعې پیښو خطرونو اطلس چې د هغه پر بنسټ د پیښو مدیریت ټول پروګرامونه د زیانونو خطرونو کمولو په برخه کې عملې کیږي.
په پای کې پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر، د پیښو خطرونو کمولو او د کابل ولایت چاپیړیال ساتنې ریاست د کارکوونکو لپاره د پوهاوې پروګروامونو د تنظیمولو په برخه کې د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.

Minister with ....

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .