د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨٥ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Jul 31 2025 12:58 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله ١٨٥ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ٢ جوړې څپلۍ، ٢ تختې ځان پاکونه، ١ عدد د اوبو سطل، ١ عدد د اوبو بشکه، ٥ سیټه د ډوډۍ خوړلو یو ځل مصرفي لوښي او ٢٠ کلچې د لاس وینځلو صابون ووېشل شو.
د یادولو وړ ده، چې یاد توکي د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو څخه د نقلیه وسایطو په واسطه ولیږدول شوې، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو یې په تر لاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې د پر وخت رسېدنې په پار مننه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .