د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Jul 03 2025 3:31 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په نرخ او چک ولسوالیو کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ۵۲ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته, هرې کورنۍ ته ۹,۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۵۰۴,۴۰۰ (پنځه سوه څلور زره او څلور سوه) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي فیض الله جلالي وویل, چې د پېښو له امله زیانمنو ته د بېړنیو خوراکي, غیرخوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ دوام لري او مرستې به پر وخت او عادلانه ډول مستحقو ته ووېشل شي.

 نېټه:  ۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .