د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲١ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۲١ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکی مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسوولینو په شتون کې، ١ هایجن کېټ، ١ کورنۍ کېټ، ١ د کمپلو کېټ، سولري څراغونه اوهمدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه ١٠ کورنیو ته چې کورونه یې په کلي توګه ویجاړ شوي وو، په پورتنیو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته ١ باب خېمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره